غزل

هم ې شراب دې خولۀ کې، هم ترینه توبې وباسي
داسې څوک نشته، چې دا شیخ لۀ میکدې وباسي؟

احرام چې اوتړې، تصویر به د کعبې وباسي
دا بعضې خلق صرف دي لره جامې وباسي

کۀ چرې مړ ووم، نو دښمن زما پۀ لاش خبر کړئ
زما یاران اکثر پۀ داسې وخت کې ښپې وباسي

دلته کې هر سړے کافر دے او دوزخ ته به ځې
دلته کې هر سړے ملا دے، او فتوې وباسي

دغه غلام ابن غلام درمانه مۀ ویښوه
دوئ کې څوک نشته چې خبره به لۀ خولې وباسي

جاویدشاه درمان

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل