غزل
ناتار دے په ستار کې مې تارونه ورانوي
انګار دے محبت د ژوند کارونه ورانوي
نفرت لکه د اور په سوزیدو کمیږي نه
سیلاب دے چې راسر شي نو ښارونه ورانوي
سپوږمۍ راله تیاره نیمګړے کړې ده او لمر
زمونږ د امیدونو سهارونه ورانوي
یو کس د تیرې شوې زمانې د مازیګر
تصویر کښې له ګودره چینارونه ورانوي
دا پیغلې د خپل اصل نه پټیږي آیینې
او وخت یې د مخونو سینګارونه ورانوي
وجود مې افسانو سره تړلے خو افسوس
سعوده حادثې ترې کردارونه ورانوي
سید شاه سعود
Comments
Post a Comment