غزل
زۀ فلسفــــــــه دَ محبـــت ورښــايـــــــم
دَ نفــــرتونو نــــه نفـــــرت ورښايــــــم
چې مو د سيمې نه د کرَکي ورک شي
ځکـه دې خلکــــو تا الفت ور ښايــــــم
که چرته يَو شو , طاقتور به شو مونـــــږ
د اتّـــــفاق ورلـــه قيمت ورښــــايــــــــم
يَــو مـو اقدار د پښتـــانـــو اســـلافــــــو
بل د اسلام ورلـــــه غېرت ور ښايــــــم
چـــــې حق خبــــره ښـــۀ په جار کوي بيا
وقــارهؔ خلکــو ته جـــــــراْت ورښـــايـــــم.
وقارؔ
Comments
Post a Comment