پښتو (نظم)

دا ژبه دلکشه دلنشينه ده
دا ژبه حسينه نازنينه ده
دا ژبه د قند غوندې شيرينه ده
دا ژبه خو ټوله مينه مينه ده

دا ژبه د علم  او ادب  ژبه
دا مو دکلتور او د مذهب ژبه
دا مو د مسلک او د مشرب ژبه
دا مو د حسب او د نسب ژبه

دا ژبه د فن او د هنر ژبه
دا ژبه د سمې او د غر ژبه
دا د پښتونخواه د هر نفر ژبه
دا ژبه د خړ خاورين خېبر ژبه

دا ژبه د ګل او د بوستان  ژبه
دا د ښاپېرو او پرستان ژبه
دا د ښايستونو د بيان ژبه
دا خوشال خان او د رحمانؔ ژبه

دا د ننګ ،ناموس او د غېرت ژبه
دا د پت ،حيا او د عزت ژبه
دا د وروروَلۍ او د الفت ژبه
دا ژبه په اصلً د جنت ژبه

دا د اتلانو مېړنو ژبه
دا د غېرتمندو ننګيالو ژبه
دا ژبه په خوئ د ازمرو ژبه
دا د شمله ورو پښتانو ژبه

دا ژبه د شان و افتخار ژبه
دا ژبه د رعب او د وقارؔ  ژبه
دا د هر جري ، د هر جرار ژبه
دا عطا د لوئې پروردګار ژبه

وقارالدین وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل