ژوند
ژوند د مرګ ضد دے، ژوند یوه معمه ده، ژوند د یو سړي د فعالیتو او د پېښو تاریخ دے، ژوند پۀ ظاهره یو حقیقت دے خو پۀ باطن کښې افسانوي رنګ هم لري، ژوند یو کتاب دے، چې دغه کتاب به پۀ مسقل مزاجي سره لولې، ګیني درنه هېریږي، ځکه چه داغه کتاب خپلې پاڼې وخت پۀ وخت تغیروي. ژوند ډېرو خلکو پۀ مختلفو زاویو ناپ کړې دې.
زمونږ دین اسلام مونږ ته د ژوند مقصد او زمونږ د پېدا کولو مقصد ښودلې خو پۀ نړيواله ټوګه اسلام ضد لرغوني او معاصرو خلکو و فرهنګیانو او لیکوالانو ادیبانو داغه سوال پورته کړې او پورته کوی یې، چې ژوند څۀ دے ؟ او مونږ ولې پېدا شوي یو؟
د دغې دوو سوالونو محتلفو خلکو پۀ محتلفه توګه ځوابونه وائیلي دي لکه افلاطون وائي چه " ژوند د ښو اخلاقو نامه ده او مونږ د زده کړې لپاره پېدا شوي یو "
ارسطو وائي چې " ژوند داسې څیز دے چې هر څوک ورته پۀ خپل نظر ګوري او خپله تری معنا اخلي "
ژوند پۀ حقله د بابائے غزل حمزه شینواري صېب دوه شعرونه دي چې
ځیر شه ورته ژوند یې ابتدا یوه نقطه ده
ښکته پورته واړه کاېنات یې دائره ده
جسم دے که نوعه او که جنس دے که ګوهر دے
ذات یې داغه ژوند دے چه د ننه هم بهر دے
د ارسطو خبره د ژوند پۀ حقله ډېره معتبره ده چې ژوند ته هر سړے پۀ خپل نظر ګوري او خپله مطلب ترې اخلي لکه
د نړۍ زیات خلک د الله بندګۍ ته ژوند وائي،
زیات خلک ژوند ته د هڅې نامه ورکوي.
ډېر خلک وائي ژوند مینه ده، ژوند مبارزه ده، ژوند دلېرتوب دے وغېره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
اعجاز عمرخېل
Comments
Post a Comment