هره ورځ (نظم)

                    
هره ورځ پۀ دغه لاره راتېرېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀ زړۀ کښې ګرځى
خواهشونه لکه سپينې مرغابۍ وى
درڼو اوبو پۀ سر باندې روانې
پۀ هر بام ده ستا د مخ سپوږمۍ ولاړه
ستا د سترګو ستورى ځائې پۀ ځائې پړقيږى
وايم زړۀ کښې مې لونګو څانګې ؤکړې
وايم سرۀ ګلاب وريږى لۀ اسمانه
وايم دادے تامې لاس پۀ ؤږو کېښود
وايم خاوروته چې وګورم سرۀ زر شى
وايم دادے ما کافر هم ايمان راؤړۀ
وايم دادے نا څاپى مخې له راغلې
وايم دادے تا يوه خبره وکړه
ټول جهان لکه د مست ملنګ ګډيږى

هره ورځ پۀ دغه لاره راتېررېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀ زړۀ کښې ګرځى
تورې څڼې لمحې کومه لار کښې پاتې
وخت پۀ شګود کوچيانو د اوښ پل دے
د اوښ پل پسې پۀ دشتو باندې سر يم
تماشه ده ،څۀ بې نومه تماشه ده
ستومانۍ ده رانه غېږه چاپېر کړې
ارمانونو ته مې ډډه ده وهلې
منظرونه مې د سترګو نه خوئېږى
موسمونه دى ،بدلېږى را بدلېږى

هره ورځ پۀ دغه لاره راتېرېږم
هره ورځ مې دغه خيال پۀ زړۀ کښې ګرځى
دامرغۍ هم مانه ښې دى چې بې غمه
خپلو جالوته ماښام پۀ وخت ستنې شى
ددې ښار څلور ګوټونه دى اؤزۀ يم
لا د خپلې برخې رزق پسې ګرځم
ورځ ده تېره ،شپه هم داده نيمه لاړه
د خپل کور درشل ته نۀ يم رسېدلے
زړۀ کښې پاتې شوې قيصې د ښاپېريو
زما دوه ستورى بچى به اوس وودۀ وى
هره ورځ پۀ دغه لاره راتېرېږم
هره ورځ پنډ د خوبونو راؤړم کورته

ریاض تسنیم

چندڼ نه انتخاب

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل