غزل
ځار شه ځار شـه له جــانـان
زما روح او زمـا ځـــــــــان
زۀ خــــو ډېــر يـمــه کمتر
تــرې لوګے شه ټول جهان
سپين دې مخ لکه سپوږمـۍ
تورې زلـفې ښـــــامــــاران
زه فقير يـــم ستا د مينـــې
خېـــر کــه راکې رالـه خان
زۀ بــه مړ شم خوشالۍ نـه
کــه دې اووېـل چــې قربان
ستـــا د يـو ديـــدن لپــــاره
مــا ذرې ذرې کــــړو ځــان
سـتا په هجر کښې دلبـــره
لوند پـــه اوښکو مې ګريوان
زۀ جانان نـــه دومــره لــرې
لـکــــه زمـکــــه لـه آسمان
کړه دا ملــه يــې رالــه ماته
سخــت ګــــذار وو د هجران
بـس کـه بس که اے وقـــارهؔ
بـس کـه بنـد کـه دا ديــــوان.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment