غزل
ورک دې ښائستــــه شــــــي وفــــادار ګـــــورم
ځان لـــــــه يـــــو ساده غونــــدې دلدار ګورم
زۀ چــــې ځــم راځــم خلــک بــه شک کــــوي
چـرتــــه دَ يــــار چـم کښـې يَـو ريـبار ګــورم
زۀ چــې آئينــــــې تــــه کلـه اودريـــــــږم
خپل مخ را نا ورک شي پکښې يار ګـورم
مخامخ ظالم تا چــې ظالـــــــــم وايــــــم
څومـــــره ليونے يــم ځان لــــه کار ګورم
بل څوک مې په سترګو کښې ځائيږي نه
کـــوم لــوري چې ګورَمــــــه وقـارؔ ګـورم.
وقارالدين وقار
Comments
Post a Comment