نعت رسول مقبول ﷺ

هر کردار  دې  روڼ مشال  دې  محـمــدۀ ﷺ
ستا په ياد مې ښکلے خيال دې  محمدۀ ﷺ .

په مکے کښې چې تا ايـــښې  قــدامــونه.
د   دنيا  د   زنې    خال    دې   محـمـدۀ ﷺ .

د  دنيا  حسن  ئې تا  باندې  تمام   دې
ستا ښائيست ضرب المثال دې  محمدۀ ﷺ .

په دنيا کښې ښکلې ,ښکلې شته مخونه
داسې  نشته  چې ستا سيال دې محمدۀ ﷺ

ستا په  سر  ئې رنګ  کاجل شولو د حورو
څه  خوش  بخته  تور  بلال  دې  محمدۀ ﷺ

په   زاهد  !   دې  تل   يادونه   رواريږي
ستا  ليدلو   ته    ليوال   دې    محــمدۀ ﷺ

زاهد اورکزے

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل