د جاويد شاه درمان شاهکار شعرونه
ده دې جنګونو نه د تیـر عـــمر حـــساب اخلمه
ما سره کور کښې یو ټوپک دې پری رباب اخلمه
هر یو سړې درته په سوال دے ستا خو خیال دے کنه
خدایه دا ښکته چې څه حال دے ستا خو.خیال دے.کنه
نه سکون وي او نه یار په ماځيګر کښې
سړے اور اخلي د ښار په ماځيګر کښې
هم انګلش دے هم اردو ده په مکتب کښې
خو بس ورکه مې پښتو ده په مکتب کښې
توبه ده تــــبر د ګزار اذیت
محسوسومه د چنار اذیت
ناست شوې غږ مې راسره پاتی شو
لاس رانه ستا به دروازه پاتی شو
له سرونو اویــــــزانه تــــصویرونه
په یو فریم کښې وو حیرانه تصویرونه
نه نه زه نه ماتووم سر په کاڼو
دا خو به ظلم وي د غر په کاڼو
له یو چا نه یمه لرې مازیګره
راسره وکړه خبرې مازیګره
ګونګ اولاړ دے هم یی حال زما پشان دے
زه دیوال یم که دیوال زمــــــــــا پشان دے
په انتظار کښې مي ډیوه اوده ده
مطلب مې دا دے چي هغه اوده ده
زما د زړه نه چي څوک یار ووباسي
لکه تسبو نه چي څوک تار ووباسي
بیا څه جواز نه وو د ولی جینۍ
په انغري که ژړیدلې جینۍ
د خدای په لار کښی مي روان کړو غزل
نن مي په زوره مسلمــــان کړو غزل
یو څو چي پاتي دي مرغۍ د دے ښکار هم کیدے شي
څنګه چي زه یمه تــــنها ، دا چینار هم کیدے شي
ایینې سره ګــــــــــــــویانه ایینه ده
نن به یو دوه کښې حیرانه ایینه ده
د هوس تنده مې د شپې ماته کړه
خو حوصله مې د ډیوې ماته کړه
جوړ راله قلم کړه ده ټوپک د دې شپیلئ
پلاره د کونداغ نه راله جوړه کړه تختئ
بیا هدف یی زمونږ ځمکه ده ویریږم
په اســــمان کښې الوتکه ده ویریږم
زما ګــــټلي هـــر درهم ته هغې ډیــــر ووخندل
خو د ځوانئ یی هر تیر شوي کال ته ډیر ووژړل
ما به کتل پکښی خو نه به وو زما تصویران
تا به ساتل ځان سره څومره د دنیا تصویران
دلته د ښځو د غیرت په نـــوم قتلونه کیږي
د دې سړو خو په لمن باندی نمونځونه کیږي
شومه ستړے انتظاره ، زه به لاړ شم
جوړ هیر شوې یم له یاره، زه به لاړ شم
په دې ښار کښې دي په دار باندې سندرې
ځکه نه وایی څــوک لار باندې سنـــدرې
هم یی شراب دي خله کښې هم ترینه توبې ووباسي
داسي څوک نیشته چي دا شیخ له میکدے ووباسي
پټ پټ چي زما خور به مې بابا پسې ژړل
زه څومره لیونے ووم ما به تا پسې ژړل
په دغه کلې کښې یو زه ووم چي نوم خان وو زما
دومره غریب ووم چي کوټه کښې به باران وو زما
سوچ به وکړمه د مینې په سودا کښې
ماته نه ښکاري ووبه په دې صحرا کښې
نظر جمات کښې قرض دار پسې تر وره ګرځووم
ناست په ماځه یم خو له یرې سلام نه ګرځووم
ما چي وینې سر کړي ښکته یو سړے
راته ډیر دے ملامته یو ســـړے
مخ دي ګنده دے له غباره الزام مه لګوه
سړیه پریګده په هینداره الزام مه لګوه
د ګاډي تګ ته دومره لاره نه وه
خو ما سره یوه کالداره نه وه
د دنیا نه یمه ستړے بیابانه
ځان مې تاله دې راوړے بیابانه
مونږ به نیولی لولکۍ په غر کښې
وس د فوځیانو وي څوکۍ په غر کښې
باداره تاته څومره د لعلونو ضرورت دے
چي بیا درته پیښ شوې د سرونو ضرورت دے
څوک چي جابر ته خپل سرونه په دربار کیږدي
ورسره نه ښایی چي سر باندې دستار کیږدي
پاتي به نه شم وس مې نور وژني
ما د خاموشه سترګو شور وژني
ورسره خوا کښې زما کور دے څراغ نه بلووم
ماته معلوم د هوا زور دے څراغ نه بلووم
په ما به تیره د درد شپه شي مور ته نه اودریږم
هسې نه غم کښې زما مړه شي مور ته نه اودریږم
چي خفه نه شې د زړه سره زه معذوره یمه
تصوریر د ښپو نه واخله بره زه معذوره یمه
راپسې ولې خاندې یار تصویر هم داسی راځي
زړو جامو کښې او د کار تصویر هم داسی راځي
زما د زړه ټکوي ور څوک دي
یار خو دننه دے بهر څوک دي
یو چا د مسلو مینځ کښې راګیره کړه سندره
زما نه یی د غره په سر کښې هیره کړه سندره
نه خواګه شته نه روپۍ زما په جیب کښې
خدایه سه ګوري لورکۍ زما په جیب کښې
نوې جوړه ده دا به کـــیږدم د اختر نه اوځي
غریب سړے یمه زه ښپې مې د څادر نه اوځي.
Comments
Post a Comment