غزل
چا وئيل چې سپک يمه
دروند يمــــه خټک يمـــه
لوَړ يمــه لــه ټول جهان
ستـــورې دَ فلک يمــــه
خانده لږ پــه خيال ماتـه
زړۀ نــه ډير نازک يمــــه
يــــا دَ يارئ کلــــه يـم
يـــا خـــو زۀ هلک يمــه
نـــه کړمــه نفرت له چا
ټــول د مينې ډک يمـــه
ځان به کړمه ځار لــه تا
ښه په وعدې کلک يمـه
ستا مينـه کښې زۀ وقارؔ
سکوټ له ځانه ورک يمه.
وقارؔ
Comments
Post a Comment