غزل
وئیل ئې! دا خفه درنه پۀ څۀ شي ښاریې دي؟
وئیل مې! دواړه لاس کښې مې نیولي آئینې دي
وئیل ئې! دا د کوم بدن خوشبو درپسې راغله
وئیل مې! ستا لۀ مخه خوشبویانې راپسې دي
وئیل ئې! محبت لۀ فېضه ډکه استانه ده
وئیل مې! ستا دوه شونډې ئې شېرینې دروازې دي
وئیل ئې ! زما هجر یوه لویه مدرسه ده
وئیل مې! ستا د وصل هم نایابه تجربې دي
وئیل ئې! پۀ خندا کښې تور لؤنګ شیندې لګیا ئې
وئیل مې! دا هم ستا د قربتونو کرشمې دي
وئیل ئې! ماتې ماتې څڼې راغلمه دا چرته
وئیل مې! د دې خلقو زړونه نۀ دي هدیرې دي
وئیل ئې! نۀ دې زور شته نۀ دې زر او عاشقي کړې
وئیل مې ! ملنګانو نه مې کړې لاس نیوې دي
وئیل ئې! غټو غټو کتابونو کښې څۀ ګورې؟
وئیل مې! د خپل ځان لټون عذاب عذاب لمحې دي
وئیل ئې! لږ رادېخوا شه دا زړۀ دې د کتو دے
وئیل مې! زړګے څۀ دے خو د وینو سرې ولې دي
وئیل ئې! د غزل لهجه زخمي لرې تسنیمه
وئیل مې! د وختونو خنداګانې راپسې دي
ریاض تسنیم
Comments
Post a Comment