غزل

کۀ تور پېکے دَ سړي خوښ شي نو دا بده  ده څۀ ؟
کۀ سور بنګړے دَ سړي خوښ شي نو دا بده ده څۀ ؟

قسم پۀ خدائے دَ سړي خوښه پۀ خپل وس کښې نۀ وي
قسم پۀ خدائے دَ سړي خوښ شي ، نو دا بده ده څۀ

نۀ ! نو پۀ دې بۀ  راله دومره لوئے عذاب راکوي
چې کۀ څۀ شے دا سړي خوښ شي نو دا بده ده څۀ ؟

مُلا دَ زړۀ نه تپوس وکړه دې تصوير ته ګوره
کۀ چرته دے  دَ سړي خوښ شي نو دا بده ده څۀ ؟

مړه دا زړۀ دې لګ فراخه کړه کينه ښۀ نۀ وي
کۀ هر سړے دَ سړي خوښ شي نو دا بده ده څۀ ؟

دغه ښکلا دغه نشه دا موسيقي دانشه
کۀ لګ پوټے دَ سړي خوښ شي نو دا بده ده څۀ

بخت ذاده دانش

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل