غزل
غمژن زړګے رالــه خــوشال کــــه کنــــه
دا تــــورې زلفې رالـــه ټال کـــه کنـــه
چې د زړګي په باغ مې هم سپرلے شي
راتــــه عـــطا دې خپل وصـــال که کنه
تمامي شپـــۀ چې ژاړم ستا تصـــوير ته
راشــــه ما خلاص د دې جنجال کـــه کنه
زرې زرې کــــړم ستـا جفــــا دلبــــره
لــــږ دې زړۀ خوږ زما پـــه حال که کنــه
ربــــه کاجل مې کـــړه د تـــورو سترګــو
يا مې پـــه سپينــــه زنـــــه خال که کنه
تـــر څــو به ژاړې د جانان پـــه غم کښې
وقــــارهؔ بس کـــه ځان سمبال کــه کنـه.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment