غزل

مینه چې نۀ وه انديښنه مې نۀ وه
بيغمه ژوند ؤ وسواسه مې نۀ وه

ستا د ناڅاپه راکتو مننه
تا جوړ وژلم خو پوره مې نۀ وه

جوړ آيينه راپورې ټوکې کوي
دومره بېخونده نمونه مې نۀ وه

کۀ بيا ژوندى شومه کامياب به يمه
ړومبې ژوندون  ؤ تجربه مې نۀ وه

هغه جهان کښې به مجنون ته وايم
زۀ هم عاشق وم خو مزه مې نۀ وه

انکير منکير کۀ وائي نوم دې څۀ دے ؟
وېم به پښتون ومه نامه مې نۀ وه

چې وے د ښکلي تر راتللو ژوندے
اسراره ! دومره نصيبه مې نۀ وه

ډاکټر محمد اسرار اسرار

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل