غزل
چې مدام پورته کوونکے ستا د ناز یم
ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یم
د قیامت وعده دې لنډه راته کېښوه
زۀ له دې فرېبه ډېر دور او دراز یم
د هستۍ دا خوبولې نغمې څۀ دي
خوبس دا چې تۀ مطرب یے زۀ دې ساز یم
هغه زۀ چې تا ته مخ کړم حقیقت یم
هغه زۀ چې تا ته څټ کړمه مجاز یم
تۀ چې څو یې پرده خوښے بې حجاب یے
زۀ چې څو یم خودنمایه هومره راز یم
تۀ که شمعه خندنۍ یې په امکان کښې
زۀ ګریان د سوي زړۀ سوز او ګداز یم
ستا په مخ باندې حجاب زما انجام دے
هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم
خو وزر مې د مجاز دي پری یرېږم
ګني عرش مې یو قدم هغه پرواز یم
تعلي مې د غرور له مخې نۀ ده
تورې سترګې په رانجو د امتیاز یم
چې دې مینې کړم غریب ،غریب نوازه
ځار د تانه زۀ حمزه غریب نواز یم
امیر حمزہ خان شينواري
Comments
Post a Comment