غزل

عشق به وي داسې قهر داسې عذاب نۀ وم خبر
زۀ به شم داسې تباه داسې خراب نۀ وم خبر

چې سترګې هم داسې بدلېږي راته پته نۀ وه
چې رنګ به هم اړوي داسې ګلاب نۀ وم خبر

زۀ به خپل ضد ته داسې سر کېږدمه پوهه نۀ وم
تۀ به راکې داسې پرېکړے جواب نۀ وم خبر

زۀ به هم  داسې تږے پاتې شم اګاه نۀ ومه
چې شي به ستا واړه لوظونه سراب نۀ وم خبر

ما خو به هر ماښام نوشلې دَ انګورو اوبۀ
چې زۀ به څښم دَ خپلو اوښکو شراب نۀ وم خبر

مونږ دَ يو بل سترګو ته وکتل او دواړه ورک شُو
زاهده نور يې په ګناه او ثواب نۀ وم خبر

شمېرل مې ښه سهي دَ چا دَ لونګين لړونه
نور دَ روپو په جمع منفي حساب نۀ وم خبر

امجده پرې به ږدي هغه لېونۍ ټوله دنيا
او کړي به يو برباد سړے انتخاب نۀ وم خبر

امجد شہزاد

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل