غزل

اوزان ترې پاتې شول د تلې غلامۍ ته ناست دے
شاعر سړے وۀ د پرچون دوکاندارۍ ته ناست دے

یا د آسمان د چکرونو تماشو کښې بوخت وۀ
یا دومره ټیټ شو اوس د کور سرګردانۍ ته ناست دے

یوازې زۀ نۀ یم چې ځان ته به زورنې کوم
دهر خو واړه د پېسې دلربایۍ ته ناست دے

ستا د خوبونو پرستان له دعاګانې غواړي
یو باچازاد،  خپلې ویرانې باچاهۍ ته ناست دے

لار ترې خطا نۀ ده مرام ترېنه هېر شوے نۀ دے
دا لاروے لږ د خپل زړۀ بې مجالۍ ته ناست دے

څنګه بهار بهار معنې به ورېدې ورباندې
هغه قېصر اوس دا دے وچې لفاظۍ ته ناست دے

قېصر خو نن سبا هیچا ته خوش امیده نۀ دے
په انتظار مګر د زړونو ښېرازۍ ته ناست دے

قېصر اپريدے

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل