غزل
چې بې تيغه قتلــــول که دا تېره مژگان د چا دي؟
چې شفق يې غلامي که هغه ســــرۀ لبان د چا دي؟
دا غنچې د چا پۀ غم کښې ډوبې ډوبې معلوميږي؟
ثنا خوان پۀ پټه ژبه دا معصــــوم ګلان د چا دي ؟
د ﻻﻻ په زړۀ کښې داغ د چا له غم دې پېــدا شوې؟
د نرګس چشمان تر اوسه پۀ طرف حېران د چا دي؟
چې هلال يې خلک بولي دا اوګۍ د کَـــم جانان ده؟
دا روپۍ د سپينو ستورو پۀ ساده ګرېوان د چا دي؟
کوم دلبر د قوسِ قزح پۀ رنګينـــــــــه پينګا زانګي؟
د شفق زرين شالــــــونه پۀ دا شين آسمان د چا دي؟
دغه نمر د چا مشال دے؟ دا سپوږمۍ د چا ډيوا ده؟
دا د ستــــــــورو قطارونه په تلاش کاروان د چا دي؟
دا بريښنا د چا خنـــــــــده ده ؟ دا تڼا د چا ژاړه ده؟
چې شبنم ځنې دوړيږي دا غمــــــژن چشمان د چا دي؟
دا له چا د رعبه چپ دي فلک بوسه لوے لوے غرونه؟
بې پايانه دريابــــــــونه پۀ طــــــــرف روان د چا دي؟
سپينه ورځ د چا له مخــــــــه پېدا کيږي اے طاهره؟
توره شپه چې يې سايه ده هغـــه ګڼ زلفان د چا دي؟
پیر جي طاهر کلاچوي
Comments
Post a Comment