غزل

درده! راشه پۀ قراره مشوره ده
تۀ  به روغ شې بې د یاره؟  مشوره ده

د کعبې د جوړاولو کار که کړې شې
د یو خوږ زړګي دپاره مشوره ده

هسې ګټه د دې قام پۀ مرګ کښې څۀ ده؟
څۀ خو وایه اے ســلاره!  مشوره ده

مونږ پرېدي او د غټـانو رایه اخلي
مړې دغه څـۀ مرداره مشوره ده

څوک چې ظلم کښې اعجازه لمبه شوي
د هغو خلکو له ډاره مشوره ده
ــــــــــــــ
اعجاز عمرخېل

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل