غزل
راته ګرانه شوله ګرانه نا ننا نا
بی له تا نه وه جانانه نا ننا نا
کږلیچونو کې راګیرو ماښامونو
زلفې زلفې ځم له ځانه نا ننا نا
بنیادم په بندیزونو کې بندي دی
د بندونو بندیوانه نا ننا نا
سل خبرې دې په سترګو کې رپیږي
معلومیږې د موسکانه نا ننا نا
بی زبانه زړونه زده کړل مهربانه
تا له ما نه ما له تا نه نا ننا نا
پټ په زړه کې ګیله مند دي ټول سعوده
څوک د چا نه څوک د چانه نا ننا نا
سید شاه سعود
Comments
Post a Comment