غزل

نۀ په ښائست نۀ په ښکلا مئين يم
زۀ پـه خلـوص او پـه وفـا مئين يــم

ما بې له مينې بل څۀ کړي نـۀ دي
لـــــه ابتـــدا تــر انتهـــا مئين يم

د سپېلنو په شان لوګے به شم ترې
په غنم رنګ غوندې يــو چا مئين يم

لـــه ډېــره نــازه چې کاږۀ راګوري
زۀ د جـــانان پــه دې ادا مئين يــم

چراغ لـــه وينـې د خپل زړۀ ورکـوم
دومــــره بې حــده پـه رڼا مئين يم

دا درته چا وېل زما تور بدي شي
په تورو سترګو د آشنا مئین یم

وقـــارهؔ مينــه کـــول جـرم نـۀ دے
ځکــه خــو داسې  بـرملا مئين يم.
وقارالدين وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل