غزل
نۀ يې کلے را معلوم دے نۀ يې قام
بس دا زړۀ دے رانـــه وړے يو ګلفام
محبت کښې ژړا يوه دوه ورځې نۀ وي
کــه مئين شـوې نو ژرېږے بـــه مدام
چــې آغاز د مينې دومـره خطــرناک دے
خداے خبر چې له به يې څنګه وي انجام
په ستم باندې يې غږ کولے نۀ شم
د آقـــا ســره څــۀ زور شي د غلام
خداى دې داسې څوک ناکام نۀ کړي وقارهؔ
لکـــه زۀ چې محبت کښې شوم ناکــــام
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment