غزل
راپسې ولې خاندې یار، تصویر هم داسې راځي
زړو جامو کښې او د کار، تصویر هم داسې راځي
دا خلق وائي چې خندا کښې تصویر ښکلے راځي
خو هدیره کښې د مزار، تصویر هم داسې راځي
هغه اختر کښې چې شلیدلې لوپټه پۀ سر کړې
پۀ وران وطن کښې د بهار، تصویر هم داسې راځي
زۀ خو حیران یمه د څۀ منظر کشې اوکړمه
اے کلیواله د دې ښار، تصویر هم داسې راځي
درمانهؔ زۀ خو د خپل درد تشریح کؤلے نۀ شم
خو پۀ ماښام د انتظار، تصویر هم داسې راځي
جاويدشاه درمانؔ
Comments
Post a Comment