غزل
دَ تــورو زلفـــو دې اسيـر کــړم آشنا
زۀ دې آخته دَ زړۀ پــه ويــر کـړم آشنا
ټوله شپه تېره شي خوب نه رادرومي
داسې عادت دې په شوګير کړم آشنا
ټـــولې دنيا نــــه بې نيــازه ګــرځم
مينې دې داسې هـــواګير کړم آشنا
زۀ دَ تقديــــر غلامي نـــه کــومـــه
تقديــر بدل بــه پــه تدبير کړم آشنا
بيعت به د مينې هم له تا سره کړم
ځان به مريد او تا به پير کړم آشنا
وقارؔ به سر ستا په درشل کېږدمه
دومره به ځان درتـه حقير کړم آشنا.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment