دانشوره! (نظم)
منم چې تا ډېر کتابونه لوستي
منم چې تا ډېر نظرونه لوستي
تاته تاريخ ياد دې په ټکي ټکي
منم چې تا ټول مذهبونه لوستي
منم چې ته د علم و فکر مهتاب
منم چې ته د زړه د ذکر درياب
ته د ادب او د فرهنګ زانګو ئې
ته د دانش او د غورزنګ زانګو ئې
منم چي ستا د تخيل ښاپېرۍ
لکه براق په اسمانونو ګرځي
منم چې ستا د عقل و فهم مارغه
لکه شهباز په دنګو غرونو ګرځي
خو!
چې د کردار کيسه دې نولم وروره
بيا غټ غټ کاڼي په سر ولم وروره
ته له تر اوسه په خپل ځان کې ښخ ئې
د ځان ښودنې په ارمان کې ښخ ئې
د ژوند په ګټه و تاوان کې ښخ ئې
ښکاري د پوهې په ګمان کې ښخ ئې
ځکه!
تاثير دې په وينا کې نيشته
د زړه درزا دې په دعا کې نيشته
هېڅ سباٶن دې په سبا کې نيشته
چې پرې رڼا د خقيقت اووينو
داسې رڼا دې په رڼا کې نيشته
چې دروغژن ورته دروغ پرېږدي
داسې رشتيا دې په رشتيا کې نيشته
نو!
څنګه به راشي بيا بدلون د وطن
څنګه به ښکلى شي ژوندون د وطن
څنګه په پاک شي مېږاتون د وطن
څنګه به لرې شي جنون د وطن
څنګه به ورک شي لېونتون د وطن
څنګه به ډک شي کتابتون د وطن
څنګه به پوه شي افلاطون د وطن
څنګه به ئې اوومني پښتون د وطن
څنګه به ئې اوومني پښتون د وطن
احساس خټک
Comments
Post a Comment