غزل
اوس راته هيچا کښې هم عېب نۀ ښکاري
اوس خو راتـــه بد د ښو نـــه ښــۀ ښکاري
اے! د تعصب سترګې مې پټې کړے
اوس هغـه تراخـۀ راتـــه خواږۀ ښکاري
اصل کښې محبوب محب وي يــو جسم
دوۀ نۀ وي خو هسې مونږ ته دوۀ ښکاري
حسن کښې جلـــوې زۀ د قدرت وينم
تا ته په کښې اے زاهده! څۀ ښکاري
پام کــــوه وقارهؔ چې دهوکـــه نۀ شے
ژوند هم يو سراب دے خو اوبۀ ښکاري.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment