غزل


تۀ مې وُجود يے تۀ مې ځان يے په تا ښاد يمه زۀ
قسم په خدائے  جانانه تا باندې آباد يمه زۀ

زۀ خو دې هره لمحه هر ساعت په زړۀ کښې ساتم
چې ستا به هېر یمه جانانه که دېِ ياد يمه زۀ

څوک به الله ته کړي سوالونه په سجدو مې غواړي
دَ چا دُعا يمه دَ چا دَ زړۀ مُراد يمه زۀ

براهِ راست يې په اقدارو زمونږ بريد کړے دے
په دۀ سَبَب دَ مغرِبي تهذيب نقاد يمه زۀ

چې دَ جانان په زړۀ کښې کله ځان له ځاېې پيدا کړم
وقــــــــارهؔ هلــــــــه به مالک دَ لوئې جائيداد يم زۀ

وقار الدین وقار

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل