د پښتو تنقیطی علامتونه ـ ( لیک ډاکټر دیدار یوسفزے)
ملګرو د پښتو د لیک لوست په حواله د نن لیک د تنقیط د علامتونو په باره کښې دے ـ
د لیک نخښې یا تنقیط
په یو لیک کښې دا هغه علامتونه دی ـ چې جملو د یو بل سره نسبت پېداکوی ـ د یو ځائې کولو یا د جدا کولو له پاره د ددې صحی اؤ په ځائې استعمال ډېر زیات ضروری دے ـ
خط کښ یا ډېش: ( -)
د جملې په اخیر کښې استعمالیږی ـ چرته چې یوه خبره مکمله شی ـ لکه:
زۀ پرون په څۀ کار پسې مینګورې له تلے وم ـ
چپه واو (،) یا وير ګول :
دا یوه لنډه وقفه ښائی، مونږ ورته سکته یا فاصله هم وئېلے شو ـ ددې علامت د استعمال ځايونه دادي :
الف : په يوه جمله کښې اسمونه، فعلونه، صفتونه یا نور ترکیبونه د یو بل نه جدا کولولو له پاره
لکه تلل، راتلل، څښکل، خوړل وغېره
ب : د هغې کلمو نه وروستو چې ځان خلکو ته متوجه کوی
لکه : ملګرو، سبا به کالام ته ځو ـ
ج : د عاطفه واو په ځائې لکه : زه، ته ، دے او مونږ ټول پښتو لیکو ـ
كامه : (،)
دا علامت د یوې جملې د یو شان برخو په مېنځ کښې د یوې لنډې وقفې له پاره استعمالیږی ـ چې خبره لا ختمه نۀ وی ـ خو د دې بې ځایه استعمال د جملې جملې معنا یکسر بدلولے شې
لکه: ځه مۀ، ودرېږه ( دلته مطلب ودرېده دی) که دا کامه مۀ نه مخکښې ولګی ـ نو معنا به ئې یکسر بدله شی لکه
ځه، مۀ ودرېږه ـ
دوه ټکی :
دا په جمله کښې د تشریح له پاره راځی
لکه:
د پاکستان څلور صوبې دی: سند، پښتونخواه، بلوچستان او پنجاب
سوالیه یا استفهاميه : (؟)
دا علامت د هغې جملې په اخیر کښې راځی ـ چې څه پوښتنه لری ـ
لکه: تاسو چرته ځئ؟
ندائيه یا د تعجب علامت (!) :
دا علامت د هغې جملو په اخير کښې راځي چي خوشحالی، خفګان، تعجب، تحسين، درد یا دهشت لری ـ
لکه: آفرين ! ډېر ښه ! اوه! واه! وغېره
دوه قوسه ( ) :
دا د جملې په مینځ کښې د وضاحت یا تشریح له پاره راځی ـ خو د دې نه بغېر د جملې په جوړښت څه اثر نۀ پرېوځی ـ
لکه: جمال (د کمال پلار) زما د ورور ملګرے دے ـ
دوه غبرګ قوسونه یا ممیزه " " :
په جمله کښې د چا د حوالې له پاره چې هم د ویونکی په ټکو کښې نقل کړے شوی وی ـ یا د پوهانو اقوال زرین وغېره
لکه: بابا وې ـ " زۀ درشم نو هله به ځو"
درې ټكي ( ... ) :
دې ته د انصراف علامت هم وائی ـ دا د يو موضوع پرېكړې يا نیمګړتیا طرف ته اشاره کوی ـ
لکه
ډېر دې قار کړے یم خو...... څه نۀ شم وئېلے نو
تفريقيه علامت [ ] :
کله چې د یوې وضاحتی ټکو په مینځ کښې بل وضاحتی یا تشریحی ټکی راوړے شی ـ لکه:
كوم وخت چي د معترضه جملې په منځ كي بله معترضه جمله يا كلمه راوړه شي هغه ددې علامې په مينځ كي ليكل كيږي مثال :
" امیر حمزه خان شینواری ( خداې [ج] دې وبخښی ) د پښتو غزل بابا ؤ ـ
ديدار یوسفزے
Comments
Post a Comment