Posts

غزل

لحظه لحظه مې وژنې د شيرينو سترګو يادہ د زلفو غر ته ودرېږم او چـــــغې کړم فرهاده  د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه  د څومره پرهرونو راز مې وسپــــړې فريـاده    د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه   په خپله لوپټه مې ســــــترګې وتــړه جلاده  د هر يو کيفــــــــيت نه دي تيريږم اضطرابه  خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده  د کمې اژدهــا ذهر دي مړه کړم په وجود کې  د کمې اژدهــــا خوله درنه اوباســم  هيواده چې پيغلې عطربويه غيږ راځي دروېش روښانه  په ټول وطن مې خور کړه د جانان د زلـفو باده  دروېش روښان

غزل

بې قراره به اودۀ شو بې له ياره به اودۀ شو ستا د ښار پۀ فټ پاتونو ستا د پاره به اودۀ شو لا خو شپه پۀ سر پرته ده پۀ قلاره به اودۀ شو ماته اوږد مزل پروت دے ځو پۀ لاره به اودۀ شو کوټه سري دې څوکۍ کړي دا مالداره به اودۀ شو ستا منمه خو نيازکه لږ بېداره به اودۀ شو نیازک لالا

غزل

 که لېونے شي سړے غر ته به ځي , چرته به ځي او که ملنګ شي د بل در ته به ځي , چرته به ځي ملا که ډېره منډه اووهي جمات ته به ځي پښتون چې برېت تاؤ کړي سنګر ته به ځي , چرته به ځي ستا تور قميص راوړل څۀ دومره معمّه خو نۀ دو خو که څوک ځي نو پېښور ته به ځي , چرته به ځي د غم اوبو کښې ولاړ يم خو په زړۀ کښې وايم که ډېرې اوخيژي نو سر ته به ځي , چرته به ځي زما په خيال چې لېونے يې په کوڅۀ کښې ګېر شو شور دے چې تاؤ شئ ترېنه چرته به ځي , چرته به ځي پټ په تېارۀ کښې په روانې جېنۍ شک مۀ کوئ مسلمانانو خو دلبر ته به ځي , چرته به ځي پلار ته يې وايه چې د لور څوکېداري مۀ کوه جېنۍ ده , پېغله ده , منظرؔ ته به ځي , چرته به ځي. پير امام منظر صېب

غزل

کۀ ګل فرېبو ئې سنګسار کړۀ احساسات پۀ کاڼو بیا هم شیشه خلک مئین دي څومره زیات پۀ کاڼو د جنګ زپلو ککرو نه به خپل ځان پټوي یقین مې شته دے چې راځي به دا حالات پۀ کاڼو ځان د یاقوت پۀ تله مۀ تله  لونګ جانانه دا نصیب خوار دې بدلوي ځانله اوقات پۀ کاڼو رنګ او خوئي دواړه د دلــبرو  پر ،  پاپۍ د طاوس خوږې خبرې مټاک زړونه لکه شات پۀ کاڼو د ایمان تار مې د پردۍ تسبې  محتاجه نۀ دے څۀ کاڼے نۀ یم چې به غواړمه  نجات پۀ کاڼو د پښتون قام د بربادۍ لنډه قیصه دومره ده نیم ئې حجره پۀ کاڼو ولي نیم جمات پۀ کاڼو د سنګ تراش فکر  د سخن امتحان اخلمه دیداره ازمایمه نن خپل کرامات پۀ کاڼو ډاکټر دیدار یوسفزے

غزل

چې اندازه يې د مجلَس واخسته خـپله خـبره يې واپـس واخسته خداے به دې بوځي فریښتو مقام ته کــه بـد دعـا دې د هـوَس واخسته خـپله ذاتــي بلا خـفـه شــوه رانه چې مې بلا د خپل اولس واخسته ستا د وصال رکعات نه پاتې شومه ډېره شېبه مې په اودس واخسته هیڅ يې زۀ نۀ کړم متاثر ادریسه ما جائـزه د دې سـرکس واخسته. محمد ادریس امېل

غزل

بهر ژوندے يم او دننه  مړ  يم څوک راته اوتړئ دا زنه مړ يم که راغلو وخت درته لوګے به شمه په کاڼو بوټو دې وطنه مړ يم د سياست دوکانداري که کوئ راشئ که څوک کوئ غندنه مړ يم احساس وژلے يم خواري مۀ کوه ما پسې مۀ ګرځه دوښمنه مړ يم صنمه اوس  راته د ژوند دعا کړے زما ډير وخت اوشو مننه مړ يم تاج ولي صنم افریدي

غزل

نۀ يې پۀ زهرو پېرزو کېږم او نۀ شات راکوي بس يـو سړے دى محبت، لۀ ځانه زيات راکوي زۀ دې د ستـرګـو پـۀ لېدو، بلې دنيا تـه ځمـه مـا تـه زمـا د زنـدګـۍ، خـواږۀ لـمـحات راکوي کوم يو ته لاس ورکړم او چا ته سترګې واړومه يـو رانـه ژونـد اخـلي او بـل آبِ حيات راکوي پيره دا يو احسان يې زۀ، د سر پۀ سترګو منم چـې يـوه بـلـه مـوقـع هـم، د مـلاقـات راکوي خدايه پرې فرض يې کړې، زۀ هم پۀ انتظار يم ورته راته يې ويَلي دي، د سپينې خولى زکات راکوي د پـښتـنـو لۀ پښـتـنـي مينې، قربـان قربـان شم کۀ راتـه لاس هم راکوي، نـو پـۀ احتيات راکوي يـارانـو زۀ بعضې يـارانـو تـه، حيران پـاتې شـم قـرار چې روغ زړګے ورکړم، ما له مات راکوي ميوند قرار